IQNA

 که افغانستان ظرفیت،وړتیا او شتمنۍنه لرلئ نو سترو هیوادونوبه لاسوهنه نه کوله  

15:48 - October 28, 2021
د خبر لمبر: 3484867
تهران (ایکنا) - د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې مشر ایت الله رضا رمضاني ټینګار وکړ امریکا د افغانستان د بې ثباته کولو کوشش کوي .

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې مشر ایت الله رضا رمضاني د دغه ټولنې په دفتر کښې د افغانستان له علماو ایت الله محمد هاشم صالحي مدرس او ایت الله شیخ زاده سره په کتنې کښې په افغانستان کښې د سترو قدرتونو لاسوهنو ته اشاره وکړه او وې ویل، که چیرې افغانستان ظرفیت ، استعداد او شتمنۍ نه لرلئ نو دغو سترو هیوادونو به لاسوهنه نه کوله .

حجةالاسلام رمضاني وویل امریکا افغانستان نه پریږدي او په بیلابیلو ډولونو سره  به د دغه هیواد د بې ثباته کولو هڅه وکړي .

هغه په دې خبرې سره چې  د افغانستان شرایط پیچلي دي د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل په دغه هیواد کښې باید ټول شموله حکومت جوړ شي ګڼي د کورنیو نښتو کتونکي به وو

د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشر ایت الله محمد هاشم صالحي مدرس هم په دغه کتنې کښې له افغانستانه د امریکا د وتلو په هکله وویل له افغانستانه د امریکا لاسونه لنډ شول خو له ډګره نه ده وتلي .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i107496

captcha